کورپاڼه / خپلواک / دروېش، شوکت او طاهر خوندوره توپوهنه ترسره او سپين غر ۵۱۵ منډې وکړې
دروېش رسولي

دروېش، شوکت او طاهر خوندوره توپوهنه ترسره او سپين غر ۵۱۵ منډې وکړې

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ دسمبر ۲۰۱۹): د مس عينک زون لوبډلې پر وړاندې دروېش رسولي، شوکت زمان او طاهر خان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې سپين غر زون لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۵ منډې وکړې.

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو ۲۲مه لوبه د مس عينک زون او سپين غر زون لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره کېږي، چې نن يې دریمه ورځ ده.

مس عينک زون په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۴ منډې کړې وې، چې له ډلې يې فضل نيازي ۱۳۲ منډې ترلاسه کړې وې.

د سپين غر له لوري بيا فريد احمد ۳، عظمت الله عمرزي، محمد ابراهيم او ارشد خان ۲-۲ ويکټې ترلاسه کړې.

سپين غر زون لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې بيا ۵۱۵ منډې وکړې، چې پر مس عينک زون لوبډلې يې د ۲۷۱ منډو برتري ترلاسه کړه. د دوی له لوري دروېش رسولي ۱۲۴، شوکت زمان ۹۱، طاهر خان ۸۶ ناسوځېدلې، اکرام علي خېل ۵۲ او شبير نوري ۴۹ منډې ترلاسه کړې.

د مس عينک زون له لوري بيا يوسف ځاځي ۳، امير ځاځي ۲، خليل ګربز، فضل نيازي او رحمت الله سهاک ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

نن د دغه لوبې دریمه ورځ ده، چې مس عينک لوبډله به لومړی ۲۷۱ منډې پوره کوي او تر هغه وروسته به د سپين غر لوبډلې ته هدف ټاکي.

بل لوري ته بند امير لوبډلې د بوست لوبډلې ته د ۳۰۲ منډو هدف ټاکلی دی، چې بوست لوبډله د ياد هدف پوره کولو لپاره توپوهنه ترسره کوي. د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه په خوست لوبغالي کې ترسره کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …