کورپاڼه / کرکټ / کریس کینز د فلج له حملې څلور میاشتې وروسته له مرستې ودرېده

کریس کینز د فلج له حملې څلور میاشتې وروسته له مرستې ودرېده

د نیوزیلېنډ لوبډلې پخوانی الراونډر کریس کینز د فلج له حملې څلور میاشتې وروسته پرته له لکړو یا مرستې ودرېده او هڅه کوي چې په ګرځېدو هم راشي.

کریس کینز په یو بیان کې ویلي دي، زه د لومړي ځل لپاره پرته له لکړو یا مرستې ودرېدم او دا زما لپاره غوره ورځ وه.

نوموړي څو ورځې وړاندې ویلي ول چې زه نه پوهېږم چې بیابه کله پخپلو وګرځم، خو دا چې ژوندی یم، دا مې خوش قسمتي ده.

کریس کینز، چې د ۱۹۸۹ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ یې د نیوزیلېنډ لپاره ۶۲ ټیسټ او ۲۱۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، ښایي چې خپل پاتې ژوند په ویلچیر تیر کړي، خو وایي دا چې ژوند یم، خوشحاله یم.

یو پنځوس کلن کریس کینز د اګست په میاشت کې د (aortic aneurysm) سره مخ شو، چې د د زړه یو ډول نادره حالت یا ناروغي ده. هغه د زړه له څلورو عملیاتو وژغورل شو، خو په عملیاتي میز یې د ملا تېر فلج شو.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …