کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو لویه ستونزه حل کړه

وټساپ د خپلو کاروونکو لویه ستونزه حل کړه

د پیغام رسولو تر ټولو مخکښ اپلیکیشن وټساپ، د خپلو کاروونکو د اسانتیا لپاره په د غږیز پیغام په فیچر کې حیرانوونکی بدلون راوستي دي.

د میټا شرکت د ملکیت لاندې شرکت وټساپ په ټوله نړۍ کې له دوه میلیاردو څخه زیات کاروونکي لري او هره ورځ، د دې لپاره چې د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې لومړیتوب ترلاسه کړي، نوې-نوې اسانتیاوې رامنځته کوي.

اوس وټساپ د خپلو کاروونکو د خبراوي لپاره یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې، چې له مخې یې کاروونکي کولی شي د غږیز پیغام له استولو وړاندې هغه واوري.

وټساپ ویلي دي، چې د خپلو کاروونکو لپاره یې دا اسانتیا رامنځته کړې او پر اساس به یې هغوی له پیغام استولو وړاندې هغه واوري او بیابه یې ولېږي.

د یادونې وړ ده چې د وټساپ له لورې د روان کال په میې میاشت کې د بیټا ویرژن کاروونکو لپاره د غږیز پیغام اړوند فیچر رامنځته کړی و، چې له مخې یې کاروونکي کولی شي غږیز پیغام په تېزۍ یا ورو ډول واوري.

دا هم ولولئ

ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

د ناسا فضایي بېړۍ (روور) په مریخ کې د یوې ډبرې نمونې د ترلاسه کولو …