کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حامد کرزی: د غني له تګ وروسته راته د ارګ نه زنګ وشو چې واک په لاس کې واخلم
حامد کرزی

حامد کرزی: د غني له تګ وروسته راته د ارګ نه زنګ وشو چې واک په لاس کې واخلم

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د اشرف غني له تګ وروسته هغه ته د ارګ د ځانګړو ځواکونو له خوا زنګ وهل شوی و، چې ارګ ته ورشم او واک په لاس کې واخلم.

نوموړي چې د اسوشیټیډ پرېس سره خبرې کولې، د تېر حکومت، د افغانستان د سقوط او د اشرف غني د افغانستان نه د وتلو په اړه باندې غږېدلی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د اګست په ۱۵مه نېټه ماسپښين ۲:۴۵ بجې هغه خبر شو چې اشرف غني لاړ. هغه زیاتوي، چې د هغه له تګ وروسته ورته د پي پي ایس مرستیال زنګ وکړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې ارک ته ورشي او واک په لاس کې واخلي، چې هغه دا وړاندیز رد کړ چې دا د قانون مطابق نه دی.

حامد کرزي دا هم وویل چې د اشرف غني له تګ وروسته یې د کورنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر، د قول اردو قوماندان او د کابل د پولیسو قوماندان ته زنګونه ووهل، خو یو هم پاتې نه و او ټول له هېواد څخه وتلي و.

نوموړي وویل چې د افغانستان د سقوط په ورځ پلان دا و چې دی او ډاکټر عبدالله دوحې ته لاړ شي او هلته برخلیک ټاکوونکې هوکړه وکړي، خو د اشرف غني تګ دا هر څه بدل کړل.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …