کورپاڼه / اسعار / امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې بېرته ارزانه شول
ډالر

امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې بېرته ارزانه شول

امریکایي ډالر، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په حیرانوونکې توګه نرخ پورته شوی، نن یې په نرخ کې واضح کموالی راغلی او د کابل په بازارونو کې تر ۱۰۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په کابل کې د مارکېټ د خلاصېدو سره د يو ډالر ارزښت ١١٣ افغانۍ و، چې د غرمې تر يوې بجې ١٠٧ افغانيو ته راښکته شو او اوس د ۱۰۵ افغانیو پر وړاندې تبادله کېږي.

د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، په ځینو ځایونو کې یو ډالر د ۱۰۳ افغانیو په بدل کې اخیستل کېدل او د خرڅون نرخ یې بیا ۱۰۷ افغانۍ و.

همدا راز په ننګرهار، کندهار او خوست کې هم یو امریکایي ډالر په ۱۰۸ او ۱۰۷ افغانیو سره تبادله کېده. په داسې حال کې دوه ورځې وړاندې نرخ تر ۱۲۵ افغانیو هم پورته شوی و.

د یادونې وړ ده چې د ډالر نرخ له هغې وروسته بېرته راښکته شو، چې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د نرخ ثابت ساتلو لپاره اعلامیه خپره کړه او حکومت هم د افغانیو د نرخ ثابت ساتلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل.

دا هم ولولئ

ډالر او افغانۍ

ډالرو د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله

امریکایي ډالر، چې له څو ورځو راهیسې مخ په بره روان دي او په نرخ …