کورپاڼه / هنر او کلتور / مژده جمالزاده: ملګرو ته مې ویلي چې ماته ډالۍ مه رالېږئ، هغه روپۍ افغانستان ته ولېږئ

مژده جمالزاده: ملګرو ته مې ویلي چې ماته ډالۍ مه رالېږئ، هغه روپۍ افغانستان ته ولېږئ

د هېواد مشهورې سندرغاړې مژده جمالزاده ویلي چې ما خپلو مینه والو ته ویلي دي چې ماته ډالۍ مه رالېږئ، هغه روپۍ افغانستان ته واستوئ.

مژده جمالزاده پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، زما مینه وال په هره کلیزه کې ماته ډېرې ډالۍ رالېږي، چې د هغې ډالیو ډېره ستاینه هم کېږي.

جمالزاده زیاتوي، چې دا ډول ډالۍ او نور شیان اخیستل هسې فضول خرڅي ده او زه د دا ډول شیانو هیڅ پروا نلرم. دا ډول شیان که ترلاسه هم کړم، خرابومه یې یا یې ایسته غورځوم.

هغه همدا راز وایي چې سږکال مې ټولو ته وویل چې دا ټولې چې ماته پرې شیان اخلئ، افغانستان ته ولېږئ او هغوی هم زما خبره ومنله.

هغه په ټوکه کې وایي چې مور مې راته د کلیزې په مناسبت وویل چې په چکر ځې، شاپینګ کوې یا نوی موټر اخلې، ما ورته وویل چې دا هیڅ شی نه خوښوم، زه د خپلې سټور ته ځم او کیک خوړل خوښوم.

مژده جمالزاده له نن څخه شپږ دیرش کاله وړاندې د دسمبر په اوومه په کابل کې زېږېدلې او اوس له هېواده بهر ده.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …