په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې هم تاریخ جوړ کړی دی او لوړ نرخ ته رسېدلی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، نن په پاکستان کې د ۱ ډالر بیه ۱۷۷ روپۍ او ۹۸ پېسې ته رسېدلې ده، چې دا د پاکستان په تاریخ کې د ډالر تر ټولو ګران نرخ دی.
په پاکستان کې د عمران خان د حکومت له راتګ وروسته ډالر په لومړي ځل سلیزه ووهله، یعنې له سل روپیو څخه پورته شو او وروسته همداسې پورته روان و چې اوس ډېر پورته تللی دی.
په راپور کې ویل شوي دي، چې د ۲۰۲۱ کال د جولای میاشتې راهیسې تراوسه پورې د ډالر په نرخ کې ۱۳ سلنه پورته والی راغلی دی او اوس هم همداسې پورته روان دی.
بلخوا بیا د پاکستان په ازاد بازار کې ډالر له دغه نرخ څخه هم په پورته نرخ باندې پلورل کېږي، په ازاد بازار کې نن ۱ ډالر په ۱۸۰ پاکستانۍ کلدارې او ۵۰ پېسې باندې و.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې هم تېره ورځ ۱ امریکايي ډالر ان ۱۲۴ افغانیو ته پورته شوی و، خو نن د ډالر نرخ بېرته راکوز شوی دی.