کورپاڼه / هنر او کلتور / ((هغه خلک چې فکر کوي اداکارانې فـحـاشـي خپروي، نو ټلویزیون دې نه ګوري))
اشنا شاه

((هغه خلک چې فکر کوي اداکارانې فـحـاشـي خپروي، نو ټلویزیون دې نه ګوري))

د پاکستاني فلمونو او سریالونو مشهوره اداکاره اشنا شاه هغه خلکو ته په غصه ده، چې په اداکارانو نیوکې کوي او د هغوی لپاره یې یو ځانګړی پېغام هم خپور کړی دی.

نوموړې په خپل یو ټویټ کې په سخته ژبه لیکلي دي، چې هر هغه پاکستانی چې د اداکارۍ کار او اداکارانو ته په کمه سترګه ګوري او دا فکر کوي چې اداکارانې فـحـاشـي خپروي، نو هغوی دې ټلویزیونونه نه ګوري.

اشنا شاه په خپل ټویټ کې همدا راز زیاته کړې ده، چې داسې خلکو ته پکار دي چې دوی هېڅ هغه ټلویزیون یا پروګرام ونه ګوري، چې هغه د اسلام په اړه خپرونې نه کوي.

هغه زیاتوي، داسې خلک دې خپل غېرت راښکاره کړي او د ټولنیزو رسنیو استعمال دې هم پرېږدي، ځکه چې په ټولنیزو رسنیو کې هم همدا هر څه ښکته پورته کېږي.

که څه هم اشنا شاه دا نه دي لیکلي، چې ولې او د چا خبرو دومره غصه کړې ده، خو د هغې زیاتره مینه والو د هغې د پېغام ملاتړ کړی دی او لیکلي یې دي چې خلکو ته نه ده پکار په اداکارانو بېځایه نیوکې وکړي.

دا هم ولولئ

شویتا سینګ: د سشانت سینګ نیمګړي ارمانونه به پوره کوم

د بالیووډ ځوانمرګ اداکار سشانت سینګ راجپوت خور وایي، چې د خپل ورو نیمګړي ارمانونه …