کورپاڼه / خبرونه / اوس په کور کې کینئ، حجر اسود ووینئ، حس او ښکل یې کړئ

اوس په کور کې کینئ، حجر اسود ووینئ، حس او ښکل یې کړئ

د حرمین شریفین ادارې په مجاز یا انلاین ډول د حجر الاسود د لېدلو، حس کولو او ښکلولو نندارتون پیل کړ.

د دې نندارتون د پرانیستلو موخه د وي آر ټیکنالوژۍ او ډیجیټل تجربو په مرسته د حجرې اسود د لیدلو، ښکلولو او حس کولو لپاره د ریښتینې منظر په څېر چاپیریال چمتو کول دي.

د سعودي رسنیو د راپور له مخې، د حرمینو شریفینو د ادارې مشر ډاکټر عبدالرحمن السدیس ویلي چې دا ډیجیټل نندارتون د ام القریٰ پوهنتون د نظر لاندې د حج او عمرې څېړنیز انسټیټیوټ د سرپرست په همکارۍ رامنځته شوی دی.

نوموړي ویلي چې د سترګو، غوږونو، پوزې او حواسو په مرسته به په مجازي یا انلاین طریقې د حجر اسود د لېدلو لپاره رښتینی یا حقیقي چاپیریال برابر شي، ترڅو خلک د نوې ټیکنالوژۍ په وسیله حجر اسود وویني او په مسجد الحرام کې به خپل ځان د کعبې شریفې ترمخ حس کړي او ډېر شمېر کسان به په دې طریقه خپلې هیلې پوره کړي.

هغه زیاته کړې چې د سعودي حکومت د عصري ټیکنالوژۍ په مرسته یوه فرضي صحنه یا منظر په داسې ډول وړاندې کوي، چې رښتیني ښکاري او حجر اسود او د هغې شاوخوا د مجازي سیسټم له لارې شونی کوي.

دا هم ولولئ

محمد نبي: هیله لرم چې له خپل زوی سره یوځای ملي لوبډله کې ولوبېږم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر محمد نبي هیله څرګنده کړې، چې له خپل …