کورپاڼه / کرکټ / د سویلي افریقا پر پخوانیو لوبغاړو نژادي تعصب ثابت شوی

د سویلي افریقا پر پخوانیو لوبغاړو نژادي تعصب ثابت شوی

د سویلي افریقا د پخوانیو لوبغاړو پر وړاندې د نژادي تعصب تورونه ثابت شوي دي. ویل کېږي چې د سویلي افریقا پخوانیو لوبغاړو به تورو پوستو سره سم چلند نه کاوه.

د معلوماتو له مخې، د سویلي افریقا پخواني لوبډلمشر ای بي ډیویلیرز، ګریم سمېت، اوسني روزونکي او پخواني ویکټ ساتونکي مارک باوچر به د تور پوستو لوبغاړو سره تعصبي چلند کاوه.

دا تورونه د سویلي افریقا د ټولنیز عدالت د څانګې لخوا د څیړنې وروسته په یوه جامع راپور کې ثابت شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د سویلي افریقا پخوانیو کرکټرانو پاول اډمز او مکایا این ټیني د خپلو لوبغاړو په وړاندې له تعصبه شکایت کړی و چې په اړه یې څیړنې وشوې.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ وایي چې دوی د راپور څېړنه کوي، تر اوسه د کوم چا پر وړاندې اقدام نه دی ترسره کړی. باید یاده کړم چې د سویلي افریقا تور پوستي لوبغاړي مکایا این ټیني او پال اډمز د ګریم سمېت په لوبډلمشرۍ کې لوبېدلي لوبغاړي دي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …