کورپاڼه / جالب / جالب واده؛ ۶ خویندو د ۶ تره زامنو سره یو ځای واده کړی
ناویانې

جالب واده؛ ۶ خویندو د ۶ تره زامنو سره یو ځای واده کړی

په پاکستان کې یو جالب واده ترسره شوی دی، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې هم په اړه ډېری خلکو پوسټونه کړي دي، چې ۶ خویندو په یو وخت د ۶ تره زامنو سره ودونه کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د دغه ۶ ناویانو یو ګډ عکس هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي. چې د پاکستان په ملتان کې یې واده کړی دی.

په راپور کې راغلي دي، چې د ملتان د یو اوسېدونکي محمد لطیف ۶ لوڼې د هغه د ورور په کور کې واده شوې، ټولو نجونو د تره زامنو سره ودونه وکړل او د ټولو ودونه په یوه ورځ ترسره شو.

د دغه ۶ خویندو څخه یوې ناوې چې انعم نومېږي، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي: ((موږ ۶ خویندې یو، زموږ واده په یوه ورځ کېږي او موږ ډېرې خوشحاله یو.))

د هلکانو څخه بیا د شکیل په نوم یو له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې موږ شپږ واړه وروڼه په یو کور کې ژوند کوو، چې د تره لوڼو سره مو ودونه کېږي او له ودونو وروسته به هم موږ ټول یو ځای یو.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …