کورپاڼه / خپلواک / راشد خان: د بيګ باش سياليو ته سخت په تمه يم
راشد خان

راشد خان: د بيګ باش سياليو ته سخت په تمه يم

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ دسمبر ۲۰۱۹): راشد خان وايي، چې يو ځل بيا ډېر خوشحاله دی چې په بيګ باش سياليو کې لوبېږي او د سياليو پيلېدو ته ډېر په تمه دی.

راشد خان د بيګ باش تجارتي ليګ کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې مخکې هم په دغه لوبډله کې لوبېدلی دی. هغه د خپلې خوشحالۍ څرګندونه په خپل ټويټر کړې ده.

راشد خان په خپل ټويټ کې ويلي دي، چې ډېر خوښ يم چې يو ځل بيا په ابي ټيم کې لوبېږم. هغه مخکې ليکي چې د بيګ باش ليګ لپاره هر څه تيار دي او د لوبو پيلېدو ته سخت په تمه يم.


راشد خان چې د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر و، څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ له لوري د هغه پر ځای پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان کپتان وټاکل شو او راشد خان يې مرستيال لوبډلمشر شو.

راشد خان چې د هند تجارتي ليګ په ګډون د نړۍ په ټولو سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي، هغه د تجارتي ليګونو په برخه کې ډېر شهرت لري. هغه په ايي پي ايل کې بيا د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

د يادولو ده چې بيګ باش تجارتي لیګ په اسټراليا کې ترسره کېږي، چې نن (د دسمبر په ۱۷مه نېټه) پيل شوی دی، لومړۍ لوبه د سډني تهنډر او بريسبين هيټ ترمنځ په بريسبين کې روانه ده.

د راشد خان لوبډله اډلايډ سټرايکرز به خپله لومړۍ لوبه د دسمبر په ۲۱مه نېټه د سډني تهنډر لوبډلې سره مخ کېږي، چې د اسټراليا په کانبرا کې به ترسره شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …