کورپاڼه / اسعار / امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم ارزانه شول
ډالر او افغانۍ

امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم ارزانه شول

امریکایي ډالر، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په حیرانوونکې توګه نرخ پورته شوی، نن یې په نرخ کې واضح کموالی راغلی او تر ۱۰ افغانیو ډېر ارزانه شوي دي.

د سرای شهزاده فیسبوکپاڼه او د یو شمېر سرچینو د معلوماتو پر اساس، نن ورځ په کابل کې د مارکیټ په خلاصېدو سره امریکایي ډالر ۹۵ افغانیو ته راښکته شوي او ښایي نور هم راښکته شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ سهار یو امریکایي ډالر په ۱۲۰ افغانیو پورې تبادله کېده، خو پرون ماسپښین یې نرخ ۱۰۵ افغانیو ته راښکته شو.

د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، په ځینو ځایونو کې یو ډالر په ۹۴ افغانیو هم تبادله کېږي او دا چې د اسعارو نرخ ثابت نه وي نو ښایي له دې هم ارزانه یا هم ښایي ګران شي.

د امریکایي ډالرو په لوړې بیې د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې هم لوړې شوې او آن یوه بوجۍ اوړه تر ۳۳۰۰ افغانیو پورې پلورل کېدل، خو اوس یې نرخ تر ۲۵۰۰ هم ښکته راغلی دی.

دا هم ولولئ

ډالر

امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې بېرته ارزانه شول

امریکایي ډالر، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په حیرانوونکې توګه نرخ پورته شوی، …