کورپاڼه / کرکټ / ښایي ویسټ انډیز له پاکستان سره خپلې پاتې لوبې لغوه کړي

ښایي ویسټ انډیز له پاکستان سره خپلې پاتې لوبې لغوه کړي

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې کې د کورونا نورې پېښې هم ثبت شوي، چې په همدې سبب به نن د ویسټ کرکټ بورډ مهم اعلان وکړي او ښایي دا لوبلړۍ لغوه کړي.

د معلوماتو له مخې، د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د لوبډلې درې نور لوبغاړي یې هم په کورونا اخته شوي، چې په هغې کې شای هوپ، عقیل حسین او جسټن ګریوس شامل دي او درې واړه کرنتین دي.

همدا راز د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي، چې د دوی د توپ اچونې روزونکی راډي ایسټوک او ډاکټر هم په کورونا اخته شوي.

دوی زیاتوي چې د دوی او پاکستان ترمنځ نن اړینه لېدنه ترسره کېږي او په دې اړه به پرېکړه وکړي چې خپل سفر جاري وساتي او که لغوه یې کړي.

د یادونې وړ ده د دسمبر په ۱۲مه د ویسټ انډیز درې لوبغاړي په کورونا اخته شوي و، چې په هغې کې روسټن چیس، شیلډون کوتریل او کایل مایریس شامل ول.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …