کورپاڼه / کرکټ / هغه لوبډلې په روان کال کې یې زیاتې لوبې ګټلي

هغه لوبډلې په روان کال کې یې زیاتې لوبې ګټلي

پاکستان په روان کال کې تر ټولو زیاتې ټیسټ او نړیوالې شل اوریزې لوبې ګټلي دي او په یوه ورځنیو لوبو کې بنګله دېش لوبډلې تر ټولو زیاتې لوبې ګټلي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د راپور له مخې، روان کال پاکستان کرکټ لوبډلې ۹ ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې ۷ یې ګټلي او ۲ ټیسټ لوبې یې بایللي دي.

هند په روان کال کې ۱۳ ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې ۷ یې ګټلي، په ۳ کې یې ماتې خوړلې او ۳ یې مساوي پای ته رسېدلي دي.

همدا راز پاکستان په روان کال کې تر ټولو زیاتې نړیوالې شل اوریزې لوبې هم ګټلي. راپور زیاتوي چې پاکستان په روان کال کې ۱۹ نړیوالې شل اوریزې لوبې ګټلي، چې دا په روان کال کې د یوې لوبډلې لخوا تر ټولو زیاتې لوبې دي.

بل لوري ته بنګله دېش لوبډلې په روان کال کې تر ټولو زیاتې یوه ورځنۍ لوبې ګټلي دي. بنګله دېش لوبډلې په روان کال کې ۱۲ لوبې ترسره کړي، چې ۸ لوبې یې ګټلي. په دې نوملړ کې عمان او انګلستان لوبډلې په ۶ بریاوو سره دویم مقام لري.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …