کورپاڼه / کرکټ / کامران اکمل ته د پېښور زلمي لوبډلې یو بل مسولیت هم وسپاره او لوبېدو ته یې رضا کړ

کامران اکمل ته د پېښور زلمي لوبډلې یو بل مسولیت هم وسپاره او لوبېدو ته یې رضا کړ

د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالیو لپاره د پېښور زلمي لوبډلې کامران اکمل ته د مشاور مسولیت هم وسپاره او په دې ډول لوبېدو ته رضا کړ.

د پېښور زلمي لوبډلې مدیریت د اووم پړاو سیالیو لپاره کامران اکمل ته د مشاور په توګه هم مسولیت وسپاره او و یې ویل چې کامران اکمل به د یو لوبغاړي ترڅنګ مشاور هم وي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د پېښور زلمي لوبډلې روزونکي او ډایریکټر محمد اکرم له کامران اکمل سره لېدنه کړې وه، چې کامران اکمل پکې خپله د نه لوبېدو پرېکړه هم واخیسته.

د یادې لوبډلې روزونکی او ډایریکټر ویلي دپ چې کامران اکمل تل د هغوی مهم لوبغاړی پاتې شوی او هغه به د پي ایس اېل اووم پړاو سیالیو لپاره د پېښور لوبډلې برخه وي.

د یادونې وړ ده چې کامران اکمل د یکشنبې په ورځ د پي ایس اېل اووم پړاو سیالیو لپاره د پېښور زلمي له لورې په سېلور کتګورۍ کې اخیستل شوی و، خو کامران اکمل له لوبېدو انکار وکړي چې دا کټګوري زما لپاره مناسبه نه ده.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …