کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالیووډ اداکارانو کترینه کیف ته په واده کې ډېرې ګران بیه ډالۍ ورکړي

د بالیووډ اداکارانو کترینه کیف ته په واده کې ډېرې ګران بیه ډالۍ ورکړي

د هندي سینما مشهور اداکارانو او فلمي ستورو کترینه کیف ډېره ونازوله او هغې ته یې په واده کې ډېرې ګران بیه ډالۍ ورکړي دي.

د راپور له مخې، سلمان خان، رنبیر کپور، چې دواړه د کترینه کیف انډیوالان و، شاه رخ خان، ریتک روشن، تاپسي پنو، انوشکا شرما او د کترینه کیف خاوند ویکي کوشل کترینه کیف لوړ بیه ډالۍ ورکړي.

راپور زیاتوي، چې کترینه کیف ته د واده ډالۍ کې سلمان خان د ۳۰ میلیونه کلدارو موټر، رنبیر کپور د ۲۰ میلیونه هندې کلدارو غاړکۍ او شاهرخ خان د ۲ نیم لکه کلدارو رسامي اخیستې ده.

همدا راز انوشکا شرما د ۶۰۰ زره کلدارو غوږوالۍ، ریتک روشن د ۳۰۰ زرو موټرسایکل، تاپسي پنو د ۱۵۰ زر کلدارو غاړکۍ او خپل خاوند یې ویکي کوشل د لس میلیونه کلدارو ګوتمۍ ورکړې ده.

د یادونې وړ ده، چې کترینه کیف چې د روان دسمبر په نهمه نېټه یې د اداکار وکي کوشل سره واده وکړ.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …