کورپاڼه / خپلواک / ګربز ۷ او حضرت الله يوازې ۱ منډه وکړه، ټايګرز لوبډله بريالۍ شوه
ځاځی او ګربز

ګربز ۷ او حضرت الله يوازې ۱ منډه وکړه، ټايګرز لوبډله بريالۍ شوه

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ دسمبر ۲۰۱۹): د بنګله دېش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې د رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي لوبډلې مخامخ شوې، خو حضرت الله ځاځي يوازې ۱ منډه او رحمان الله ګربز بيا ۷ منډې وکړې.

د بنګله دېش تجارتي ليګ په ۹مه لوبه کې د راج شاهي رايلز او کهلنا ټايګرز لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه کهلنا ټايګرز لوبډلې وګټله او توپ اچونه يژ غوره کړه.

راج شاهي رايلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې شعېب ملک ۸۷ او روي بوپارا ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو افغان توپوهونکي حضرت الله ځاځي يوازې ۱ منډه وکړه.

د کهلنا ټايګرز له لوري محمد عامر ۲، روبي فريلينک او شاهد الاسلام ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۹۰ منډو هدف د کهلنا ټايګرز لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې په ۵ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري مشفيق الرحيم ۹۶، رېلي روسو ۴۲ او شمس الرحمان ۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو افغان چټک توپوهونکی رحمان الله ګربز په ۷ منډو وسوځېده.

د راج شاهي رايلز له لوري انډري رسل ۲، کامرالاسلام ربي، عفيف حسېن او روي بوپارا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

نن به د بنګله دېش تجارتي ليګ په دويمه او عمومي لسمه لوبه کې د چټاګرام چېلنجرز او سيلهټ تهنډر لوبډلې د افغانستان په وخت ۵ بجې مخامخ شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …