کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې باید ځینې احتیاطي تدابیر ونیسو

د ژمي په موسم کې باید ځینې احتیاطي تدابیر ونیسو

د ژمي په موسم کې که له یوې خوا سړه هوا لګېږي نو له بلې خوا ځینې ناروغۍ هم له ځان سره راوړي، چې په هغې کې نزله، تبه، ټوخی، فلو یا زکام شامل دي. که چېرته د ژمي په موسم کې یو څه احتیاط وکړو، نو خوندي پاتې کېدلی شو.

د بدن دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ویتامین سي ډېر اړین وي او د ناروغیو په مخنیوي کې زیاته مرسته کوي. د کیټیکنس په نوم انټي اکسیدنټ د زکام مخه نیسي او فیافیلین د ستوني تکلیف آراموي. همدا راز میتابولیزم تېزوي، د زړه ناروغیو مخنیوی کوي او پوستکی هم روغ ساتي.

د نیاسین، رایبوفلیوین او ویټامین ای د پوستکي لپاره خورا مهم وي او له سپوروالي څخه یې ساتي. چې نیاسین یعنې ویټامین بي په هګیو او غوښه کې وي او رایبوفلیوین هم په هګیو، سابو او شېدو کې موندل کېږي او ویټامین ای په رومیانو، ګازرو او پالک کې موندل کېږي.

همدا راز د ګوتو نوکان باید هم خوندي وساتو او د دې لپاره باید پروټین لرونکي خواړه وخورو. د هډوکو د درد لپاره باید ویټامین ډي استعمال کړو او د دې لپاره باید ماهیان، هګۍ، ځیګر، شېدې، مستې او د نارنج جوس وڅښو.

د ژمي په موسم کې د بدن ګرم ساتل هم خورا اړین وي او اړین ده چې ګافي یا چای استعمال کړو، ځکه چای انټي اکسیدنټ لري چې بدن کې د آزادو راډیکلونو مخنیوی کوي او حجرې له زیان څخه ساتي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …