کورپاڼه / بېلا بېل / څه ډول کولی شي چې له خپلو ماشومانو د موبایل استعمال عادت ورک کړو

څه ډول کولی شي چې له خپلو ماشومانو د موبایل استعمال عادت ورک کړو

په اوسني دور کې د غټانو ترڅنګ کوچنیان کې هم د موبایل استعمال عام شوی، چې په همدې سبب یې عادتونه او اخلاق هم اغېزمن شوي او بدني فعالیتونو هم لېرې شوي.

د موبایل استعمال بد کې د ماشوم والدین رول لري، ځکه کله چې ماشوم ژاړي نو د غلي کولو لپاره یې والدین هغوی موبایل ورکوي او کله چې ماشوم موبایل غواړي نو سمدستي یې ورکوي.

خو د وخت په تېرېدو سره والدین ته ستونزې پیدا کېږي. د دې لپاره باید ډېر وخت له ماشوم سره تېر کړل شي او د یوازیتوب احساس ترې ختم کړل شي.

همدا راز له والدینو سره باید په لوبو او نورو فعالیتونو کې برخه واخیستل شي. بېلابېل ډوله خواړه ورکړل او پخلی ورته ور وښیي.

بازار ته له ځان ماشوم یوړل شي ترڅو شاوخوا چاپیریال څخه خبر شي او یوځای ورسره ډوډۍ وخوړل شي ترڅو اداب یې زده کړي. دغه راز د موبایل د استعمال وخت ورته ټاکل هم مهم دي.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …