کورپاڼه / سياست او روانې چارې / محب: ولسمشر غني غوښتل واک د سوله ییزې لارې انتقال کړي، خو تـالـیـبـان کابل ته ننوتل
حمدالله محب ۱

محب: ولسمشر غني غوښتل واک د سوله ییزې لارې انتقال کړي، خو تـالـیـبـان کابل ته ننوتل

د افغانستان د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغانستان د سقوط وروسته په لومړي ځل راڅرګند شوی دی او د تېر حکومت د سقوط په اړه یې له ازادي راډیو سره خبرې کړې دي.

که څه هم د هغه بشپړه مرکه تراوسه پورې نه ده خپره شوې، خو ازادي راډیو په یو راپور کې لیکلي دي، چې حمدالله محب ورته وویل، چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني واک په سوله ییزه توګه د لویې جرګې له لارې انتقالول غوښتل، خو تـالـیـبـان کابل ته ننوتل او ګډوډي جوړه شوه.

هغه په خپله مرکه کې وايي، چې چې خلکو غوښتل چې له ارګ نه ووځي، د وزارتونو حالت هم ورته و، خو موږ بیا هم ویل چې فرصت شته، وارخطايي هم وه، خو د ځان او کابل د امنیت ساتلو لپاره قوتونه و او هغوی هم دا ژمنه کړې وه چې کابل ته به په زور نه ننوځي.

د حمدالله محب په وېنا، په کومه ورځ چې د افغانستان حکومت سقوط شو، په دغه ورځ پلان دا و چې یو پلاوی دوحې ته لاړ شي او له دوی سره خبرې وکړي، خو دوی تر وروستۍ شېبې پورې هم د خبرو کولو کومه ژمنه نه وه کړې. هغه وايي چې تـالـیـبـا نـو غوښتل چې واک په زوره ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده، چې د حمدالله محب له مرکې مخکې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او پخواني ولسمشر حامد کرزي د هر څه پړه په اشرف غني اچولې ده، دوی په خپلو مرکو کې ویلي دي، چې پلان دا و چې اشرف غني به په سوله ییزه توګه واک ا.ا ته سپاري، خو هغه هر څه ګډوډ کړل او له افغانستان څخه ووت.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …