کورپاڼه / بېلا بېل / ولې د هوټل په کوټو یا خونو کې خلکو ته خوب نه ورځي؟

ولې د هوټل په کوټو یا خونو کې خلکو ته خوب نه ورځي؟

ولې ډېرو خلکو ته د هوټلو په کوټو کې خوب نه ورځي، اوس یې د سفر کارپوه لامل ښودلی دی او د حل لارې هم په ګوته کړي دي.

د دی سن ورځپاڼې د راپور له مخې، د کیرولین په نوم یوه ښځينه کارپوهه وایي، دا چې د هوټل په کوټو کې موږ ته ولې خوب نه راځي، تر ټولو لوی لامل یې د کړکیو پردې دي، چې په بشپړه د رڼا مخنیوی نه کوي.

کیرولین وایي چې د هوټل د پردیو پټۍ که هر څومره هم نږدې شي، بیاهم ترې رڼا یا روښنایي کوټې ته داخلېږي او د دې ستونزې حل هینګرې دي.

یعنې تاسو کولی شئ چې د هینګرو په مرسته د پردو مختلفې برخې سره نږدې کړئ، چې په دې سره به د پردو د پټیو ترمنځ فاصله ختمه شي او روښنایي به کوټې ته نه داخلېږي.

که چېرته د هوټل کوټه کې مو د یو ایس بي پورټ نه وي او له ستونزو سره مخ یاست نو آسانه حل لاره یې داده چې د تلویزون شاته د یو ایس بي برخه هرو مرو وي او ګټه ترې پورته کړئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …