خپلواک وېبپاڼه (١٧ دسمبر ٢٠١٩): د بيګ باش تجارتي ليګ لومړۍ لوبه کې ظاهر خان بريسبين هيټ لوبډلې لپاره ولوبېده، خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه، همدا راز د هغه لوبډلې په بيګ باش ليګ کې لومړۍ ماته وخوړه.
د بيګ باش لومړۍ لوبه کې د سډني تهنډر او بريسبين هيټ لوبډلې سره مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه سدڼي تهنډر لوبډلې وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.
سډني تهنډر په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې کالوم فرګوسن ٧٣ ناسوځېدلې، اليکس روز ٣٠، کريس ګرين ٢٥ او عثمان خواجه ٢٢ منډې وکړې.
د بريسبين هيټ له لوري مچل سويپسون ٢، بين کټنګ، بين لافلين، مارک سټيکيټي او جوش لالور ١-١ ويکټ ترلاسه کړې، ظاهر خان هم ٤ اورونه ترسره کړل او ٢٧ منډې يې ورکړې، خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.
د ١٧٣ منډو د هدف په تعقيب کې د بريسبين هيټ ټوله لوبډله په ١٩.٢ کې وسوځېدله او ١٤٣ منډې يې وکړې چې په ٢٩ منډو يې لومړۍ ماته وخوړه. د دوى له لوري بين کټنګ ٢٨، مټ رينشا ٢٦ او ټام بانټون ١٦ منډې وکړې، همدا راز ظاهر خان هم ٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سډني تهنډر له لوري ډينيل سامس، جوناتن کوک، کريس ګرين او ارجن ناير ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کالوم فرګوسن ترلاسه کړه.
سبا (١٨ دسمبر) به د سډني سيکسرز او پرت سکارچرز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.