کورپاڼه / جالب / د نړۍ شتمن سپی چمتو دی چې خپله بنګله یا ودانۍ خرڅه کړي

د نړۍ شتمن سپی چمتو دی چې خپله بنګله یا ودانۍ خرڅه کړي

جرمن الاصله شیفرډ سپی، چې په امریکا کې استوګن دی، د نړۍ تر ټولو شتمن سپی ګڼل کېږي، ځکه چې دا سپی ۳۷۵ شخصي شتمني لري.

دا کیسه له ۱۹۹۲ کال راهیسې هغه وخت پیل شوه کله چې جرمن الاصله شهزادګۍ کارلوټا لیبنسټن، چې د تل لپاره یې په امریکا کې استوګنه غوره کړې وه، مړه شوه او کوم نږدې خپلوان یې هم نه درلوده.

د رسنیو د راپور له مخې، د نړۍ دا شتمن سپی غواړي خپله بنګله یا ماڼۍ خرڅه کړي. جرمن شیفرډ سپي ګنتر تري ته خپلې مالکې له مړینې وړاندې په وصیت کې ۴۵۰ میلونه یورو شتمني ورکړې وه.

د یاد سپي له مړینې وروسته د هغه شتمني ګنتر فور ته پاتې شوه او اوس چې کومه بنګله یا ودانۍ خرڅوي، دا ۳۰ کاله وړاندې د سندرغاړې میډونا په ملکیت وه او د خرڅون لپاره یې ۳۰.۲ میلونه ډالر قیمت ایښی دی.

د فوربس مجلې د راپور له مخې، دواړه ګنتر سپي په ایټالیا کې استوګن دي او په عیش او عیشرت سره ژوند کوي او د خدمت لپاره یې یو کس نېول شوی او کله چې سفر کوي نو ځانګړی الوتکه کاروي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …