کورپاڼه / روغتيا / کېله پر مخ ووهئ او طبیعي ښکلا مو زیاته کړئ

کېله پر مخ ووهئ او طبیعي ښکلا مو زیاته کړئ

کېله هغه مېوه ده چې په نړۍ کې تر ټولو زیاته استعمالېږي، دا مېوه نه یوازې ډېرې ګټې لري بلکې د کوچنیو ماشومانو لومړني خواړه هم دي. کېله په ډېره اندازه پوتاشیم، ویټامین ای، بي، میګنیزیم او زنک لري، چې مجموعي روغتیا ته خورا ګټور وي.

همدا راز کېله د خپلو ګټورو غذایي موادو په لرلو سره د ویښتانو او پوستکي لپاره هم حیرانوونکې ګټې لري. که چېرته کېله په ډول په مخ ووهل شي نو نمي یې بشپړه ساتي او طبیعي ښکلا یې بېرته را پیدا کوي.

که چېرته شېدې او کېله سره یوځای شي نو دواړه پوستکی نرم او نمجن ساتي او په ښکلا کې یې هم مهم رول لوبوي او که شات هم ورسره ګډ شي نو ګټې به یې لا زیاتې شي.

که د کېلې پوستکی په کوچنیو برخو ټوټه-ټوټه شي او بیا په سوخت لرونکو سترګو کېښودل شي، نو د کېلې پوتاشیم د سترګو سوخت ختموي او طبیعي ښکلا یې بېرته راګرځوي.

د ویښتانو لپاره کېله او د کوپرې تېل سره ګډ کړئ او یو ښه ترکیب تیار کړئ او بیا یې پر ویښتانو ووهئ او له لس دقیقو وروسته یې ووینځئ نو د ویښتانو ستونزه مو حل کوي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …