کورپاڼه / کرکټ / سنیل ګواسکر: د کوهلي د څرګندونو په اړه باید ګنګولي وپوښتل شي

سنیل ګواسکر: د کوهلي د څرګندونو په اړه باید ګنګولي وپوښتل شي

د هند کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر سنیل ګواسکر ویلي دي، سارو ګنګولي هغه څوک دی چې، د لوبډلمشرۍ په اړه د کوهلي د څرګندونو په اړه باید وپوښتل دي.

سنیل ګواسکر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، زه فکر نه کوم چې د کوهلي څرګندونې دې د کرکټ بورډ رښتینی تصویر وړاندې کړي، نو په دې اړه باید سارو ګنګولي وپوښتل چې دا متضاد بیانونه ولې دي، ځکه هماغه یې ځواب ویلی شي.

نوموړي ویلي، د غوراوي کمېټه باید واضحه کړي چې کوم لوبغاړی انتخابوي او کوم له لوبډلې بهر کوي، د دې لپاره خبري کانفرانس ښه ثابتېږي ځکه چې د ټولو لاملونو څرګندونو لپاره خبري کانفرانس غوره لار ده.

هغه زیاته کړې، همدا د غوراوي کمېټې مشر دی چې بشپړ واک لري، لوبډلمشر خو یوازې یو ګډ ټاکل شوی غړی دی.

د یادونې وړ ده کله چې د هند کرکټ بورډ له لورې ویرات کوهلي له لوبډلمشرۍ لېرې او پرځای یې روهیت شرما وټاکل شو، نو د هند په لوبډله کې جنجالونه راپورته شول.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …