کورپاڼه / روغتيا / د چاکلیټ څو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د چاکلیټ څو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د چاکلیټ مینه وال دې خوشحاله شي، ځکه چې چاکلیټ داسې غذایي مواد لري چې د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي او په روغتیا مثبت اغېزې پرېباسي.

هسې خو چاکلیټ ډېر ډولونه لري او موږ دلته د تور چاکلیټ په اړه غږیږو ځکه چې په دې ډول چاکلیټ کې د کاکو زړي ډېر استعمال شوي وي.

تور چاکلیټ د فایبر او منرالونو یوه ښه منبع وي، که چېرته ۱۰۰ ګرامه چاکلیټ راواخیستل شي او هغې کې له ۷۰-۸۵ سلنه کاکو وي، نو ۱۱ ګرامه فایبر، ۶۷ سلنه اوسپنه، ۵۸ سلنه میګنیزیم، ۸۹ سلنه کاپر او ۹۸ سلنه میګنیز لري.

همدا راز په فاسفورس، زنک، پوتاشیم او سلینیم هم بډایه دي خو که چېرته هره ورځ ۱۰۰ ګرامه چاکلیټ وخوړل شي زیانمن تمامېږي، ځکه چې ۶۰۰ کالوري او شکر هم لري نو غوره به وي په مناسبه اندازه وخوړل شي.

تور چاکلیټ ګټور شحمي اسیدونه هم لري، چې د زړه روغتیا لپاره خورا اغېزمن وي او د وینې په غوړو هم مثبت تمامېږي او د وینې فشار هم کموي او شریانونه باندې کم فشار واردوي او بالاخره ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …