کورپاڼه / کرکټ / سلمان بټ: سارو ګنګولي باید د کوهلي خبري کانفرانس په اړه وضاحت ورکړي

سلمان بټ: سارو ګنګولي باید د کوهلي خبري کانفرانس په اړه وضاحت ورکړي

د پاکستان پخواني لوبغاړي سلمان بټ ویلي دي چې د ویرات کوهلي د خبري کانفرانس په اړه باید د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي وضاحت ورکړي.

سلمان بټ د ویرات کوهلي په خبري کانفرانس تبصره کړې او ویلي یې دي چې د سارو ګنګولي او ویرات کوهلي متضاد بیانونه د هند کرکټ د پرمختګ لپاره ښه نه دي.

سلمان بټ زیاته کړې چې، د دې لپاره چې د هند کرکټ کې ښه والی راشي نو سارو ګنګولي ته پکار ده چې د ویرات کوهلي د خبري کانفرانس ځواب ورکړي. ګنګولي د کرکټ بورډ مشر دی او داسې په عام ډول یې مخالفت وړه خبره نه ده.

هغه دا هم ویلي چې، یو لوري ته ګنګولي وایي چې موږ کوهلي ته وویل چې د شل اوریزو لوبو مشري مه پرېږده، خو بل لوري ته کوهلي دا ادعا کوي چې کرکټ بورډ ورڅخه هیڅ ډول غوښتنه نه ده کړې.

سلمان بټ وایي، دا دواړه بالکل متضاد بیانونه دي، نو اړینه ده چې سارو ګنګولي د هند کرکټ د ښه والي لپاره وضاحت ورکړي ترڅو ستونزه حل شي.

د یادونې وړ ده چې د هند کرکټ بورډ له لورې د یوه ورځنیو لوبو له لوبډلمشرۍ د ویرات کوهلي په لېرې کولو او د روهیت شرما په ټاکلو سره جنجالونه راپورته شوي دي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …