کورپاڼه / ريکارډونه / محمد رضوان په شل اوریزه لوبو کې یو بل ریکارډ هم جوړ کړ

محمد رضوان په شل اوریزه لوبو کې یو بل ریکارډ هم جوړ کړ

د پاکستان کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکي بېټر محمد رضوان په شل اوریزه لوبو کې یو بل ریکارډ هم جوړ کړ.

محمد رضوان د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزې لومړۍ په وروستۍ لوبه کې ۸۹ منډې جوړې کړې، چې نه یوازې خپله لوبډله یې بریالۍ کړه، بلکې په روان کال کې یې په شل اوریزو لوبو کې ۲۰۰۰ منډې هم پوره کړې.

له دې وړاندې محمد رضوان د کریس ګیل ریکارډ مات کړی او په یو کال کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ پخپل نوم کړی و، کریس ګیل په ۲۰۱۵ کال په شل اوریزه کرکټ کې ۳۶ لوبې کړې وې او ۱۶۶۵ منډې یې جوړې کړې وې، چې دا یو ریکارډ و.

محمد رضوان په روان کال کې ۴۸ لوبې ترسره کړي، ۴۵ پاڼۍ یې لوبولي او ۲۰۳۶ منډې لري. په دویم نمبر کې بابر اعظم دی چې ۴۶ لوبو کې یې ۴۳ پاڼۍ لوبولي او ۱۷۷۹ منډې لري.

دریم مقام کریس ګیل سره دی چې پورته یې یادونه شوې. څلورم مقام له ویرات کوهلي سره دی، چې په ۲۰۱۶ کال یې ۱۶۱۴ منډې جوړې کړې او پنځم مقام هم له بابر اعظم سره دی چې په ۲۰۱۹ کال یې ۱۶۰۷ منډې کړې وې.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …