کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغانستان له سقوط وروسته فضل هادي مسلمیار ۳۴ کیلوګرامه وزن کم کړی
فضل هادي مسلمیار

د افغانستان له سقوط وروسته فضل هادي مسلمیار ۳۴ کیلوګرامه وزن کم کړی

د افغانستان د مخکیني حکومت د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په دې څو میاشتو کې ډېر وزن کم کړی دی، چې په تازه عکس کې ډېر بدل ښکاره کېږي.

تېره ورځ چې په کابل کې واورې وشوې، نو په دغه ورځ ډېرو خلکو خپل عکسونه په واورو کې خپاره کړل، چې په همدې لړ کې فضل هادي مسلمیار هم په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس خپور کړی و.

خو د هغه تازه عکس ته په کتلو سره د هغه وزن ډېر کم شوی و او همدا وجه چې د خلکو پام یې خپل کړ او ډېری خلکو پرې تبصرې وکړې، چې هغه ولې او څنګه دومره کم شوی دی.

د تازه معلوماتو له مخې، د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل هادي مسلمیار د ډاکټرانو په لارښوونه او د ورزش په مرسته باندې په دې تېرو څلورو میاشتو کې ۳۴ کیلوګرامه وزن کم کړی دی.

د هغه په اړه ویل کېږي، چې نوموړی مخکې ۱۴۹ کیلوګرامه و، خو د وزن له کمولو وروسته اوس ۱۱۵ کیلوګرامه دی، هغه هره ورځ د ځغاستې په ماشین ډېره منډه هم وهي او په لږ وخت کې یې ډېر وزن کم کړی دی.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …