کورپاڼه / خبرونه / د تازه شخړې وروسته د نوین الحق غبرګون
نوین الحق

د تازه شخړې وروسته د نوین الحق غبرګون

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکی نوین الحق هم یو له هغه لوبغاړو څخه مشهور شوی دی، چې د لوبې پر مهال د مخالفې لوبډلې د لوبغاړو سره په شخړه باندې اوړي.

اوس تازه پېښه د سریلانکا تجارتي لیګ (لنکا پریمئیر لیګ) کې رامخې ته شوې ده، چې د توپ اچونې پر مهال د تیسارا پریرا سره په لفظي شخړه باندې اوړي.

په همدغه لیګ کې تېر کال هغه بیا د پاکستاني لوبغاړو محمد عامر او همدا راز شاهد اپریدي سره شخړه کړې وه، نوین الحق وویل، چې هغه د خپل هېواد پر وړاندې هېڅ خبره نه شي زغملی او پاکستاني لوبغاړو ورته پېغور ورکړی و، چې هغه یې هم ځواب ورکړ.

خو اوس د تازه پېښې وروسته د افغانستان کرکټ یو پخواني کس الله داد نوري په دغه تړاو په خپله فېسبوکپاڼه کې پوسټ کړی و او لیکلي یې و چې لوبغاړي د سولې سفیران دي او باید چې خپلو کړنو ته متوجه واوسي.

خو نوین الحق د الله داد نوري په دغه پوسټ باندې به خپله تبصره کې لیکلي دي، چې د لوبې لپاره لوبڅار او ریفري شته چې هر څه څاري، د غلطۍ په صورت کې لوبغاړو ته سزا ورکوي، نو هیله کوم په هغه څه خبرې مه کوئ چې معلومات نه لرئ.

د یادولو وړ ده چې نوین الحق د افغانستان لومړنی چټک توپ اچونکی دی چې په شل اوریزو لوبو کې یې له سلو څخه زیاتې ویکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …