کورپاڼه / کرکټ / کپیل دیو، ویرات کوهلي او سارو ګنګولي ته غوسه دی

کپیل دیو، ویرات کوهلي او سارو ګنګولي ته غوسه دی

د هند کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر کپیل دیو، چې هند ته یې نړیوال جام هم ګټلی، د خپل هېواد د کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي او ویرات کوهلي ترمنځ جنجال غوسه کړی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، کپیل دیو د ویرات کوهلي او ګنګولي په جنجال غبرګون ښودلی او ویلي یې دي:((دا وخت یو لوري ته ګوته نېول ښه خبره نه ده، د سویلي افریقا سره لوبې په مخ کې دي او د مهربانۍ له مخې هغې ته پام وکړئ.))

کپیل دیو ویلي دي چې:((زه وایم چې د بورډ مشر، مشر دی خو هند لوبډلمشر هم وړوکی څوک نه دی، نو دا په عام ډول د یو بل په اړه بدې خبرې کول ښې نه وي، هغه که کوهلي وي یا ګنګولي، دواړو ته مناسبه نه ده.))

هغه زیاته کړې، چې دا حالت دې کنترول شي او د هېواد په اړه دې فکر وشي، هر څه چې غلط وي هغه وروسته څرګندېږي، خو فکر نه کوم چې د سویلي افریقا له سفر وړاندې دې جنجال راپورته کېدل ښه خبر وي.

د یادونې وړ ده چې د هند کرکټ بورډ له یوه ورځنیو لوبو له لوبډلمشرۍ د ویرات کوهلي په لېرې کولو او د روهیت شرما په ټاکلو سره جنجال راپورته کړی دی.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …