کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د نوین الحق لوبډلې په زړه پورې بریا خپله کړه

د نوین الحق لوبډلې په زړه پورې بریا خپله کړه

د لنکا لیګ ۲۰مه لوبه کې نوین الحق ۲ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۱ ویکټ یې ترلاسه کړه او لوبه یې هم وګټله او پلی اف پړاو ته ووتل

د لنکا غوره لیګ سیالیو ۲۰مه لوبه د کولمبو سټارز او کینډي واریرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه واریرز وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

کولمبو سټارز په ټاکلو شل اورونو کې ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې وکړې، د دوی له لورې کوشل پریرا ۵۸، دننجایا ډي سلوا ۴۰ او دنیش چندیمال ۴۴* تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د کینډي واریرز لخوا وهاب نمیش ویموکتي ۳، امین الحسین او سچاندو کولمبوګ ۱-۱ ویکټ واخیسته.

کینډي لوبډلې د ۱۸۳ منډو هدف په تعقیب په ۱۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې او په ۵۸ منډو یې لوبه وبایلله.

د کینډي لخوا روي روي بوپارا ۴۷ او کینر لویس ۲۱ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د کولمبو سټارز لخوا جیفري ویندرسي ۶، سیکګ پرسانا ۲ او نوین الحق ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …