کورپاڼه / روغتيا / له ټوخي څخه د خلاصون آسانه لارې چارې

له ټوخي څخه د خلاصون آسانه لارې چارې

هغه کسان چې تنفسي ناروغۍ لري یا په همیشني ټوخي اخته وي، هغوی دې د ژمي له راتګ وړاندې او د پسرلي له پېلېدو دمخه باید ډېر احتیاط وکړي، ځکه چې د سږو په نلونو کې راټول شوي بلغم د زکام او نزلې د میکروبونو کور جوړیږي.

کله چې میکروبونه هلته راټول شي نو په چټکۍ سره وده کوي، دا بلغم کله کله د سخت ټوخي په حالت کې هم نه بهر کېږي، تنفسي نلونه سختوي او ډېر وخت د سږو د سخت التهاب سبب کېږي.

د دې لپاره چې ټوخی ختم کړو اړینه ده چې مرۍ یا حلق وچ پرېنږدو او د دې ستونزې د حل لپاره له بوټو تیار شوي درمل زبېښل اړین وي. که چېرته د ټوخي پرمهال سینه په شړشمو غوړه شي نو ټوخی آرامېږي او د بلغم په پاکولو کې مرسته کوي.

دغه راز که چېرته د لېمو اوبه په دست پاک واچول شي او له سینې تاو کړل، نو ټوخی آراموي او که په ګرمو شېدو کې شات واچول شي نو سږي له بلغم پاکوي. مالګینې اوبه غړغړه کول او یا د ګرمو اوبو بخار اخیستل هم خورا ګټور وي.

د سخت ټوخي پرمهال ساه اخیستل خورا مهم وي، تېزه تېزه ساه اخیستل په سږو کې موجود بلغم نشي پاکولی، ورو ورو او ژورې ساه ګانې اخیستل د سږو بند نلونه خلاصوي او په مناسبه اندازه اکسیجن برابروي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …