کورپاڼه / خپلواک / بوست د بند امير لوبډلې ته ماتې ورکړه
منير احمد کاکړ

بوست د بند امير لوبډلې ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ دسمبر ۲۰۱۹): د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو په ۲۳مه لوبه کې د لوبې په څلورمه ورځ د بوست لوبډلې د بند امير لوبډلې ته د ۴ ويکټو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبه چې د دسمبر په ۱۵مه نېټه په خوست کې پيل شوې وه، بند امير لوبډلې يې پچه ګټلې وه او لومړی يې توپوهنه غوره کړې وه.

بند امير په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۱۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې امان الله رفيقي ۱۰۱، عمران جنت ۴۹، عتيق الله ۴۰ ناسوځېدلې او عرفان ساپي ۳۵ منډې وکړې.

د بوست له لوري دستګير خان ۴، روښان بارکزي ۳، محمد عالم ۲ او مسلم موسی ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

بوست لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې عبدالله تره خيل ۵۴، وقار الله اسحاق ۲۶ او مسلم موسی ۲۳ منډې ترلاسه کړې.

د بند امير له لوري فرمان الله ۴، نصرت الله ۳ او محمدالله همکار ۲ ويکټې واخيستې.

د بند امير لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې ټوله لوبډله په ۱۴۴ منډو وسوځېده، چې له ډلې يې ضیا الحق ۲۷، فرمان الله ۲۵ او صادق فرهاد ۲۴ منډې ترلاسه کړې.

د بوست له لوري روښان بارکزي ۵، محمد عالم ۳، دستګير خان او عبدالباقي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

بند امير لوبډلې د بوست لوبډلې ته د ۳۰۲ منډو هدف وټاکه، چې ياد هدف د بوست لوبډلې د لوبې په څلورمه ورځ د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په لوبه کې يې د ۴ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

د بوست له لوري منير احمد کاکړ ۱۶۲ ناسوځېدلې، وقار الله اسحاق ۴۲، عين الدين کاکړ ۲۵ او عبدالله تره خيل ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بند امير له لوري نصرت الله ۵ او فرمان الله ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ښې توپوهنې او د خپلې لوبډلې د بريا ته رسولو له امله منير احمد کاکړ ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

د يادولو ده چې د دسمبر په ۲۱مه نېټه به بوست خپله وروستۍ لوبه د سپين غر سره ترسره کړي او بند امير به خپله وروستۍ لوبه د امو لوبډلې سره ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …