کورپاڼه / کرکټ / رويچندران اشوین د پاکستاني لوبغاړو ستاینه کړې

رويچندران اشوین د پاکستاني لوبغاړو ستاینه کړې

د هند کرکټ لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی رويچندران اشوین د خپلې سرسختې سیالې لوبډلې د لوبغاړي ستاینه کړې ده.

اشوین د پوښتنو او ځوابونو په لړۍ کې د پاکستان لوبډله کې د خپلې خوښې لوبغاړي په اړه تفصیلي ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې پاکستاني لوبغاړي ډېره وړتیا لري.

اشوین ویلي دي، زه له ډېرې مودې راهیسې ویکټ ساتونکی محمد رضوان څارم او پرته له شکه هغه یو غوره لوبغاړی دی او په هره پاڼۍ کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کوي.

نوموړي د محمد رضوان له یادونې وروسته سمدستي د بابر اعظم ستاینه هم کړې او د هغه د توپ وهنې وړتیاوې په ښو الفاظو سره یادې کړي دي.

همدا راز د شاهین افریدي د وړتیا ستاینه یې هم کړې او هغه یې رښتینی ټیلنټ یاد کړی. اشوین زیاته کړې چې پاکستان تل غوره لوبغاړپ لري او بې شمېره غوره کرکټران لري.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …