کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ایشیز لوبلړۍ لومړۍ لوبه؛ اسټرالیا ۲۸۲ منډې او نهه ویکټې لري

د ایشیز لوبلړۍ لومړۍ لوبه؛ اسټرالیا ۲۸۲ منډې او نهه ویکټې لري

ایشیز لوبلړۍ د دویمې ټیسټ لوبې دریمه ورځ هم پای ته ورسېده، اسټرالیا ۲۸۲ منډې لري، ۹ ویکټې هم ورسره لري او سبا ورځ به بیا توپ وهنې ته ادامه ورکړي او انګلستان ته به هدف وټاکي.

دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب په ادلیډ کې روانه ده، د لوبې په پیل کې اسټرالیا لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ ۱۵۰.۴ اورونه ولوبول، ۹ ویکټې یې له لاسه ورکړي او ۴۷۳ منډې یې وکړې. د دوی لخوا ډیویډ وارنر ۹۵، مارنس لبشين ۱۰۳، سټیو سمېت ۹۳، ایلیکس کیري ۵۱، میچل سټارک ۳۹* او میچل نیسر ۳۵ زیاتې منډې وکړې.

د انګلستان لپاره بین سټوکس ۳، جیمس اندرسن ۲، سيټورټ براډ، کریس ووکس، اولی روبینسن او جو روټ ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

انګلستان ورته په ځواب کې ۸۴.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۶ منډې کړي او ۲۳۷ منډې باقي شول، چې له ډلې یې جو روټ ۶۲، ډیویډ ملان ۸۰ او بین سټوکس ۳۴ زیاتې منډې وکړې.

د اسټرالیا لخوا میچل سټارک ۴، ناتن لین ۳، کمرون ګرین ۲ او میچل نیسر ۱ ویکټ ترلاسه کړه. اسټرالیا بیا توپ وهنه پیل کړې چې د دریمې ورځې تر پایه کې ۱۷ اورونه لوبولي، ۴۵ منډې لري او یوه ویکټ یې له لاسه ورکړې.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …