کورپاڼه / خبرونه / افغان نولس کلنه لوبډله د پنجشنبې په ورځ له پاکستان سره لوبه لري

افغان نولس کلنه لوبډله د پنجشنبې په ورځ له پاکستان سره لوبه لري

افغان نولس کلنه لوبډله د روانې دسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه په متحده اماراتو کې پیلیدونکې اسیا جام سیالیو کې برخه اخلي.

دا سیالۍ به د روانې دسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون ټولې اته لوبډلې برخه لري.

په اسیا جام کې ګډون کوونکي پنځه لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو اسیایي هېوادونو (افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش) لوبډلې دي او پاتې درې لوبډلو (کویټ، نیپال او متحده عربي امارات) له غوراوي پړاو څخه ورته لار موندلې.

اته واړه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي چې په لومړي ګروپ کې د افغانستان سره هند، پاکستان او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي او په دویم ګروپ کې سریلانکا، بنګله دېش، نیپال او کویټ لوبډلې برخه لري.

هره لوبډله په خپل ګروپ کې ۳ لوبې لري او دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي، چې په همدې اساس افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د روانې دسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه یا د راتلونکې پنجشنې په پاکستان د نولس کلنې لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

همدا راز په دویمه لوبه کې به په ۲۵مه نېټه له متحده اماراتو او د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه به له هند سره خپله لوبه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …