خپلواک وېبپاڼه (۱۸ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی قېس احمد وايي، چې په بيګ باش ليګ کې د خپلې لومړۍ لوبې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
۱۹ کلن قېس احمد په بيګ باش تجارتي ليګ کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې لپاره لوبېږي.
هغه په خپل تازه پوسټ کې د بيګ باش سياليو په اړه ليکلي دي، چې تل خوشحاله وي چې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې کالي په بيګ باش سياليو کې په تن کړي. هغه ليکي چې دوی د خپلې لومړۍ لوبې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
هغه همدا راز له خپلو مينه والو غوښتنه کړې ده، چې نوموړی دې په خپلو دعاوو کې ياد کړي. هغه وايي چې خپله ټوله هڅه به کوي چې په مېدان کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.
د قېس احمد لوبډله هوبارټ هوريکنز به په بيګ باش تجارتي ليګ کې خپله لومړۍ لوبه د دسمبر په ۲۰مه نېټه د سډني سيکسرز لوبډلې سره ترسره کړي.
قېس احمد چې د افغانستان لپاره يې په ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله کې لوبې کړي او يوازې يوه ټېسټ لوبه يې ترسره کړې ده، هغه د خپلې وړتيا له لامله په تجارتي ليګونو کې ډېر لوبېږي.
نوموړی په تجارتي ليګونو کې د بند امير ډرېګنز، ګيانا امازون واريرز، ملتان سلطانز، سينټ لوشيا سټارز او هوبارټ هوريکنز لوبډلو لپاره لوبې کړي دي. همدا راز د افغانستان ملي لوبډلې، د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې، د مېدان وردک ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې، مس عينک زون او پامير سټارز لوبډلو لپاره هم لوبېدلی دی.
قېس احمد تر دې مهاله پورې ۳۵ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي، چې ۴۴ لوبغاړي يې سوځولي دي. په يوه لوبه کې د هغه ښه توپ اچونه بيا د ۱۸ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي سوځول دي. همدا راز د فرسټ کلاس سياليو په ۱۲ لوبو کې بيا نوموړي ۶۸ لوبغاړي سوځولي دي او په يوه لوبه کې يې بيا د ۱۲۷ منډو په بدل کې ۱۳ لوبغاړي سوځولي دي.