کورپاڼه / ريکارډونه / جیمس اندرسن ځانګړی ریکارډ جوړ کړ، ښایي مات هم نشي

جیمس اندرسن ځانګړی ریکارډ جوړ کړ، ښایي مات هم نشي

د انګلستان کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکي جیمس اندرسن یو داسې ځانګړی ریکارډ جوړ کړ، چې ښایي هیڅکله هم مات نشي.

د انګلستان د ټیسټ لوبو مخکښ توپ اچونکي جیمس اندرسن تېره ورځ په ادلیډ ټیسټ لوبه کې ناسوځېدلی پاتې شو او په دې سره هغه په ټیسټ لوبه کې د ناسوځېدلي پاتې کېدو سلیزه پوره کړه او لومړی لوبغاړی شو چې دا کارنامه ترسره کوي.

د اندرسن دا ځانګړی ریکارډ ښایي نه ماتېدونکی وي، ځکه چې په اوسني وخت کې داسې کوم لوبغاړی نشته چې دې ریکارډ ته دې نږدې وي.

له اندرسن وروسته دویم مقام له ویسټ انډیز لوبغاړي کورټني والش سره دی. نوموړی له ۱۹۸۴ او ۲۰۰۱ ترمنځ د ویسټ انډیز لپاره په ۱۳۲ لوبو کې لوبېدلی او ۶۱ ځلې ناسوځېدلی پاتې شوی دی.

درېیم مقام له مورلي درن سره دی، هغه له ۱۹۹۲ کال تر ۲۰۱۱ کال د سریلانکا لپاره په ۱۳۳ ټیسټ لوبو کې لوبېدلی او ۵۶ ځله ناسوځېدلی پاتې شوی.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …