کورپاڼه / بېلا بېل / له ماهي څخه د لېشکو ایستلو آسانه طریقه

له ماهي څخه د لېشکو ایستلو آسانه طریقه

د ژمي موسم ته که د ماهیانو د خوراک موسم وویل شي نو غلطه به نه وي، په دې موسم کې غټ او واړه د ماهیانو خوراک خوښوي، خو ډېر شمېر خلک د ماهیانو له لېشکو وېرېږي، چې په همدې سبب ورسره ډېر احتیاط کوي خو دا احتیاط یې ډېره غوښه ضایع کوي.

خو وېرې ته هیڅ اړتیا نشته، ځکه نن ورځ درته د ماهیانو د خوړلو داسې طریقه ښیو، چې په مرسته به یې لېشکې په آسانۍ سره لېرې کړئ او د ماهي له غوښې به خوند واخلئ.

کله چې سور کړی ماهي خورئ نو یوه کاچوغه به راواخلئ، دا به د ماهي په منځ کېږئ او زور به پرې راوړئ، په دې سره به د ماهي هډوکي ښکاره شي او په اړخونو کې موجودې لېشکې به هم بهر راووځي.

همدا راز په بازار کې داسې وسایل هم خرڅېږي، چې هغه د ماهي لېشکې راباسي. هغه به واخلئ او په ماهي به یې زور کړئ، چې په دې سره به لېشکې پکې ونښلي او د ماهي خوراک به درته آسانه شي.

د یادونې وړ ده، چې د ماهي غوښه زیاتې ګټې لري خو په ژمي کې بدن ګرموي او زکام او نزلې په کابو کولو کې خورا اغېزمن تمامېوي او د اومیګا تري شحمي اسیدونه لري چې د بدن د غوړو په کمولو او د زړه د جدي ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …