کورپاڼه / ريکارډونه / د کرکټ په ټولو فارمیټونو کې د ناسوځیدلي پاتې کېدو ریکارډ له کومو لوبغاړو سره دی؟

د کرکټ په ټولو فارمیټونو کې د ناسوځیدلي پاتې کېدو ریکارډ له کومو لوبغاړو سره دی؟

کرکټ یوه داسې لوبه ده که چېرته لوبغاړی خپله وړتیا ښیي نو مثبت او که وړتیا نه ښیي منفي ریکارډ به جوړوي، یعنې دا لوبه د ریکارډونو لوبه ده، خو نن ورځ به په کرکټ کې د ناسوځېدلي پاتې کېدو ریکارډ په اړه وغږیږو.

په ټیسټ لوبو کې انګلستان جیمس اندرسن د ناسوځېدلي پاتې کېدو سلیزه لري، هغه ۱۰۰ ځلې ناسوځېدلی پاتې او لومړی مقام لري، له هغه وروسته ویسټ انډیزی کورټني والش ۶۱ ځلو سره دویم او سریلانکایي مورلي درن د ۵۶ ځلو سره درېیم مقام لري.

په شل اوریزه او یوه ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېر د هند کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر مهیندرا سینګ ډهوني ناسوځېدلی پاتې شوی، چې په شل اوریزه لوبو کې ۴۲ او یوه ورځنیو لوبو کې ۸۴ ځلې پرته له سوځېدلو له میدانه وتی دی.

په یوه ورځنیو لوبو کې دویم مقام له سویلي افریقایي لوبغاړي شان پولاک سره دی، هغه ۷۲ ځلې ناسوځېدلی پاتې شوی او درېیم مقام له سریلانکایي لوبغاړي چمندا واس سره دی، چې هغه هم ۷۲ ځلې ناسوځېدلی پاتې شوی.

خو که چېرته ټولو فارمیټونو ته نظر واچول شي، نو لومړی مقام له جیمس اندرسن دی، هغه ۱۴۶ ځلې ناسوځېدلی له میدانه وتی او دویم مقام له ډهوني سره دی چې ۱۴۲ ځلې ناسوځېدلی پاتې شوی او دریم مقام له مورلي درن سره دی چې ۱۱۹ ځله ناسوځېدلی پاتې شوی دی.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …