کورپاڼه / جالب / د جاپان هغه په زړه پوري اصول یا قوانین چې حیران به مو کړي

د جاپان هغه په زړه پوري اصول یا قوانین چې حیران به مو کړي

هر هېواد ځانته ځانګړي اصول او قوانین لري، چې پلي کول یې په ټولو اوسیدونکو لازم وي، خو جاپان یو داسې هېواد چې ډېر په زړه پوری قانون لري.

په جاپان کې داسې قانون چلېږي، که چېرته یې په اړه پوه شوئ ښایي حق حیران به پاتې شئ، راځئ چې دلته د جاپان په اړه یو څه په زړه پوري اصول یا قوانین ولولو.

په چین او جاپان کې خلک په یو ډول لرګیو سره خوراک کوي، خو حیرانوونکې خبره یې داده چې پرته له دې لرګیو خوراک جاپانیان بده ګڼي او که په دې لرګیو خوراک وشي نو هغوی یې آداب ګڼي.

په جاپان که یو څوک په ریستورانټ کې ډوډۍ وخوري او له وروستی د ریستورانت شاګرد ته پیسې ورکړي نو دا جرم ګڼي، هغه که د پیرېدونکې پخپله خوښه هم ورکړي وي.

همدا راز په جاپان کې په عام ترانسپورت یا موټر یا بس یاهم اورګاډي کې خوراک کول سخت منع دي او جرم ګڼل کېږي.

د جاپان یوه ځانګړتیا دا هم ده چې په سړک یې کثافت دانۍ نشته، که چېرته کومه پاکټ یا پلاستکي درسره وي نو غورځولی یې نشې، بلکې له ځان سره به یې ساتې، کور ته به یې وړې او هلته به یې او هلته به کثافت دانۍ کې اچوي.

دا هم ولولئ

بریتانیې پر خپل یو اوسیدونکي بندیز ولګاوه چې تر یوه کاله پورې دې مرغاوۍ نه ساتي

د برتانیې روغتیا وزارت په ۷۹ کلن الان ګوسلنګ بندیز لګولی، چې د یوه کال …