کورپاڼه / روغتيا / د غرمې خوب د وینې فشار کموي

د غرمې خوب د وینې فشار کموي

روغتیایي کارپوهان وایي چې د وینې د فشار د کمولو لپاره باید هره ورځ د غرمې پرمهال خوب وکړو. دوی وایي چې د غرمې پرمهال په لږه اندازه خوب کول د وینې فشار عادي حالت ته راوستلی شي او په همدې توګه د زړه د حملې خطر کمولی شي.

له یوې څېړنې وروسته ثابته شوې ده، چې په ورځني ډول هره غرمه تر یو ساعت یاهم له یو ساعت څخه ډېر خوب د وینې د فشار په کمولو کې له درملو څخه ډېر مرستندویه او ګټور تمامېدلی شي. د غرمې پرمهال په لږه اندازه خوب د وینې فشار کموي، چې بیا یې په سبب د درملو کارولو ته هم ډېره اړتیا نه لېدل کېږي.

روغتیایي کارپوهان زیاتوي، چې د غرمې پرمهال د خوب کولو عادت د وینې د فشار خطر څلور سلنه راکموي. څېړونکي وایي، که څه هم دغه اندازه دومره ډېره نه ښکاري، خو د وینې په فشار کې په لږه کچه کمښت هم د زړه د حملې او د فلج په څېر د خطرناکو ناروغیو په خطر کې لس سلنه کموالی رامنځه کولی شي.

هغه کسان چې د غرمې پر خوب عادت وي، د وینې د لوړ فشار په پایله کې د وینې د شیریانونو او د زړه له زیانونو سره کم مخ کېږي. څېړنه زیاتوي، چې د غرمې سره سره د شپې پرمهال مناسب خوب هم د روغتیا له پلوه ډېر ګټور تمامېږي.

د غرمې پرمهال لږ خوب د ذهني وړتیاوو د ډېرېدو سبب کېږي او د ژور خپګان یاهم د ډیېریشن په مخنیوي کې ګټور تمامېږي. دغه راز ترټولو مهمه خبره یې دا چې دغه ډول خوب ته په عربي کې قیلوله وایې، چې یو سنت عمل هم دی.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …