کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان نولس کلنو لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه متحده اماراتو ته روانه شوه

د افغانستان نولس کلنو لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه متحده اماراتو ته روانه شوه

افغان نولس کلنه لوبډله لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده اماراتو ته روانه شوه او هلته به د روانې دسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه په متحده اماراتو کې پیلیدونکې اسیا جام سیالیو کې برخه اخلي.

دا سیالۍ به د روانې دسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون ټولې اته لوبډلې برخه لري.

په اسیا جام کې ګډون کوونکي پنځه لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو اسیایي هېوادونو (افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش) لوبډلې دي او پاتې درې لوبډلو (کویټ، نیپال او متحده عربي امارات) له غوراوي پړاو څخه ورته لار موندلې.

اته واړه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي چې په لومړي ګروپ کې د افغانستان سره هند، پاکستان او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي او په دویم ګروپ کې سریلانکا، بنګله دېش، نیپال او کویټ لوبډلې برخه لري.

هره لوبډله په خپل ګروپ کې ۳ لوبې لري او دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي، چې په همدې اساس افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د روانې دسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه یا د راتلونکې پنجشنې په پاکستان د نولس کلنې لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

همدا راز په دویمه لوبه کې به په ۲۵مه نېټه له متحده اماراتو او د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه به له هند سره خپله لوبه ترسره کړي. له اسیا جام وروسته به نولس کلنه لوبډله ویسټ انډیز ته د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه لاړه شي.

افغان نولس کلنه لوبډله: د سلمان ساپی(لوبډلمشر)، اعجاز احمدزی، سلیمان عربزی، بلال سعیدي، الله نور، محمدالله، اعجاز مهري، خیبر ولي، ننګیال، عبدالهادي، نوید اظهار، بلال سمیع، فیصل، نوید ځدراڼ، نوراحمد، شاهد حسن، یونس، بلال طاهري، خلیل احمد او اسحاق محمدي پکې شامل دي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …