کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عمران خان: د افغانستان غوندې حالات هیڅ هېواد نه دي لیدلي، دا زموږ دیني فریضه ده چې د افغانستان مرسته وکړو
عمران خان

عمران خان: د افغانستان غوندې حالات هیڅ هېواد نه دي لیدلي، دا زموږ دیني فریضه ده چې د افغانستان مرسته وکړو

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان (او ای سي) غونډې ته په خپله وېنا کې وویل، چې د افغانستان سره مرسته کول زموږ دیني فریضه یا دنده ده.

نن د پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د او ای سي ځانګړې غونډه پیل شوې ده، چې د نورو کسانو ترڅنګ دغه غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم وېنا وکړه.

عمران خان د افغانستان په اړه وویل، چې افغانستان چې له څومره بدو حالاتو سره مخ دی، داسې بد حالات په هېڅ هېواد نه دي راغلي، له افغانستان سره مرسته زموږ دیني فریضه ده.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په افغانستان باندې بهرنۍ مرستې بندې شوې دي، مسلمانو هېوادونو ته پکار دي چې افغانستان له روان بحران څخه راوباسي.

هغه دا هم وویل چې زه خوشحاله یم چې ټولو ته د افغانستان د نازکو حالاتو په اړه معلومات شته. هغه وویل چې ا.ا د افغانستان د څلوېښت میلیونو خلکو استازي دي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …