کورپاڼه / سياست او روانې چارې / افغانستان یو بې مالکه وطن؛ د پاکستان ترڅنګ هند یې هم نن په اړه غونډه رابللې
هند او پاکستان د افغانستان په اړه

افغانستان یو بې مالکه وطن؛ د پاکستان ترڅنګ هند یې هم نن په اړه غونډه رابللې

افغانستان نن سبا په یو داسې حالت کې شتون لري چې که بې مالکه وطن ورته وویل شي نو بده به نه وي، ځکه نن پاکستان او هند د افغانستان په اړه ځانګړې غونډې رابللي دي.

نن د پاکستان په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان (او ای سي) غونډه روانه ده، خو بل خوا بیا د هند په نوي ډیلي کې د منځنۍ اسیا هېوادونو غونډه هم ده.

یوه غونډه پاکستان رابللې ده او ادعا کوي چې د افغانستان د بحران په اړه دوی بحثونه کوي، تر څو افغانستان له روان بحران او د خوړو د کمي له ستونزو څخه راوباسي.

بلخوا بیا هند د منځني اسیا هېوادونو غونډه رابللې ده، چې د افغانستان په روانو حالاتو باندې بحث وکړي، د ستونزو او فرصتونو په اړه وغږېږي. په دغه غونډه کې قزاقستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د هند د بهرنیو چارو وزیران برخه لري.

همدا راز په پاکستان کې د افغانستان په اړه رابلل شوې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي، چې افغانستان اوس له یو سخت بحران سره مخ دی او دا زموږ دیني فریضه ده چې د افغانستان سره مرسته وکړو.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …