کورپاڼه / هنر او کلتور / یو بهرني هنرمند د ظریفه غفاري مجسمه جوړه کړې
ظریفه غفاري مجسمه

یو بهرني هنرمند د ظریفه غفاري مجسمه جوړه کړې

د افغانستان په تېر حکومت کې د مېدان وردګو ولایت د مېدانښار ښاروالې ظریفه غفاري یوه ښکلې مجسمه د یو بهرني هنرمند له خوا جوړه کړای شوې ده.

ظریفه غفاري په خپله فېسبوکپاڼه کې د دغه مجسمې ځینې عکسونه هم خپاره کړي دي او لیکلي یې دي چې انسانیت، ترحم او مهرباني نه مري.

نوموړې په خپل پوسټ کې لیکلي دي چې د کابل د سقوط پر مهال هغه او ګڼې افغان فعالانې د مرګ او ژوند ترمنځ ولوېدې، د فبیو هنري سټوډیو سترو انسانانو په خپلو هنرمندو او مهرانه ګوتو زما مجسمه جوړه کړې ده.

ظریفه غفاري زیاتوي: ((هغه هیوادونه چې د میرمنو له ظرفیت نه ګټه اخلي په لمر او مریخ کې به څیړنو بوخت دي او هغه چې ښځې یې په کور او ګور کې بندیوانې کړې د شرق او غرب خیراتونو ته ناست دي.))

هغه په پای کې لیکي: ((له هغو چې انسانیت، وقار او شفقت ته ارزښت ورکوي نړۍ مننه او هغوی ته چې د میرمنو فکر، هڅه او وجود په ډبرو ولي د خپلې تلپاتې تباهي د وروستیو شیبو د شمار هیله کوم.))

د یادولو وړ ده چې ظریفه غفاري یو له هغه افغانو ښځو څخه وه، چې ډېر شهرت یې ترلاسه کړی و، هغه د مېدانښار د ښاروالې په توګه دنده ترسره کوله او ځینې نړیوالې جایزې یې هم ترلاسه کړې وې، نوموړې اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده او د خپلو فعالیتونو په اړه هر وخت معلومات شریکوي.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان، سلمان خان، عامر خان او اکشی کمار

د بالیووډ مشهور اداکاران په یو فلم کې د کار کولو څومره پېسې اخلي؟

په هند کې د بالیووډ سینما یو له هغه سینماګانو څخه دی، چې په لویه …