کورپاڼه / روغتيا / په جیب کې د موبایل ساتل د کومو کسانو لپاره خطرناک وي؟

په جیب کې د موبایل ساتل د کومو کسانو لپاره خطرناک وي؟

که چېرته تاسو هم په مخکیني جیب کې د موبایل ایښودل یا اچول عادت لرئ، نو له دې بد عادت څخه ځان وساتئ، کنه نو له سختو ستونزو سره به مخ شئ.

نن سبا کابو له هر چا سره موبایل په جیب کې وي، خو هغوی په دې نه پوهېږي چې په مخکیني جیب کې د موبایل ایښودل څومره زیانمن وي.

په دې اړه څېړونکو یوه څېړنه ترسره کړې او ویلي یې دي چې له موبایل څخه راوتونکي وړانګې یا څپې د روغتیا لپاره خورا زیانمنې وي، خو ښه خبره داده چې دا څپې د زړه په ضربان ناوړه اغېزې نه کوي.

څېړونکو زیاته کړې ده، چې د دې ډول وسایلو په جوړښت کې دې ته پام کېږي چې د بریښنایي څپو مخنیوی څه ډول وشي او د زړه ناروغیو متخصیص وایي چې دا وړانګې په زړه ناوړه اغېزې نه کوي.

دا څپې د زړه په ضربان هیڅ اغېزې نه کوي او لامل یې دا دی چې د بریښنایي مقناطیسي څپو دایره له درېیو واټونو کمه وي او ترې خپرېدونکي څپې په نسجونو ناوړه اغېزې نه کوي او دا د راډیویي څپو په څېر دي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …