کورپاڼه / روغتيا / د سینه بغل ناروغۍ نښې، نښانې له پامه مه غورځوئ

د سینه بغل ناروغۍ نښې، نښانې له پامه مه غورځوئ

سینه بغل یوه داسې ناروغي ده چې په کوچنیو ماشومانو او لویانو کې د مړینې یو لوي لامل ګڼل کېږي. سینه بغل په حقیقت کې د تنفسي سیستم د لارې یا سږو یو انتان دی.

د سینه بغل په لومړیو نښو، نښانو کې نزله او زکام شامل دي، خو د سم تشخیص لپاره یې ایکسری ته اړتیا ده. د سینه بغل ناروغۍ پرمهال بدن د اکسیجن له کمښت سره مخ کېږی او پایله یې دا وي چې یا د بدن غړي کار پرېږدي یاهم د مړینې لامل کېږي.

روغتیاپالان وایي، ډېر عمره خلک، ماشومان، امیندوارې میرمنې او هغه کسان چې کمزوری دفاعي سیستم لري، هغوی ډېر ژر د سینه بغل په ناروغۍ اخته کېږي.

په ژمي کې باید ماشومانو ته ګرمې جامې خولۍ او جرابې واغوندئ، په ګرمه کوټه کې یی وساتئ، اوبلن خواړه ورکړئ، د سګرټو او الکولو له کارونې لاس واخلئ. هڅه وکړئ چاپیریال مو پاک وساتئ ترڅو زکام یا نزله نشئ.

ماشومان منظم واکسین کړئ. په شکر، خوارځواکۍ اوایډز اخته ناروغان د سینه بغل هدف ګرځي، نو دا ډول کسان باید له ځان سره ډېر پام وکړي او هیڅکله په خپلسر درمل مه خورئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …